شل اوریز نړیوال جام؛ انګلستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه

د انګلستان د لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن یکشنبه د جون په ۱۶مه نېټه د کابل پر وخت سهار پنځه بجې د اسټرالیا او سکاټلنډ لوبډلو سیالي وکړه چې د ۵ وېکټو په توپیر اسټرالیا وګټله.

د اسټرالیا تر دې بریا وروسته د "نېټ رن رېټ" پر اساس انګلستان له بي B ګروپ څخه د "سوپر اېټ" پړاو یا اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.

په نننۍ سیالۍ کې سکاټلنډ د ۱۸۱ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا په ۱۹.۴ اورونو کې پوره کړ.

د اسټرالیا مارکس سټاینېس د دې لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.

د ۸ غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان په ګډون ۷ لوبډلې مشخصې شوې دي او لا هم یوه بله لوبډله نا معلومه ده.

اتمه لوبډله به له ډي D ګروپ څخه مخکې ځي چې سبا دوشنبه به د بنګله دېش - نېپال او سریلانکا- نېدرلینډ تر سیالیو وروسته معلومه شي.

د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو په اېA ګروپ کې افغانستان، اسټرالیا او هندوستان یوځای شوي او د بنګله‌دېش او نیدرلېنډ له لوبډلو به هم یوه ورته لار پیدا کوي.

په بي B ګروپ کې بیا انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ اینډیز او امریکا مخامخ شوي دي.

د ویلو ده چې د ګروپي پړاو سیالۍ به د جون په ۱۸مه نېټه به د افغانستان او ویسټ اینډیز په سیالۍ سره پای ته ورسېږي.