راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د پوهنتون استاد او لیکوال رسول پارسي له بنده خوشې کړی دی.
د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو رسول پارسي د تېر کال په وري میاشت کې ونیو او مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام پر ضد د تبلیغ په تور یې په شپاړس کاله بند محکوم کړ.
د افغانستان کورنیو رسنیو او مدني فعالانو تایید کړې چې پارسي پرون شنبې له بنده خوشې شوی دی.
د بشري حقونو ډلو په وار وار د رسول پارسي او د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبتالله آخندزاده د فرمان په اساس ۳۴۹ تنه بندیانو ته عفو شوې او د نورو ۲۷۰ زندانیانو د حبس په موده کې تخفیف راغلی دی.