طالبان: ملګرو ملتونو د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې

ارشیف: د کونړ د ځنګلونو یو انځور. د ملګرو ملتونو د تایید شوې طرحې پر اساس به دا پروژې په په کونړ او بدخشان کې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې تطبیق شي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پرون په یو بیان کې وویل، د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ او د نړیوال پرمختګ ادارې به دا پروژې د ۲۰۲۹م کال تر جولای میاشتې په کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلې کړي.

د بیان له مخې دا پروژې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې دي.

افغانستان که څه هم د نړۍ په اقلیمي بدلونو کې ډېره ونډه نه لري، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر متضرر شوی او چاپېریال ته یې د سېلونو او وچکالیو په څېر د طبیعي پېښو له کبله سخت زیان اوښتی دی.