لسګونو زرو اسراییليانو په غزه کې د یرغمل شویو د خلاصون په ملاتړ لاریون وکړ

په اسراییل کې د شوي لاریون یو انځور

په لسګونو زره کسانو تېر ماښام په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د مظاهرې پر مهال په غزې تړانګه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون په ملاتړ لاریون وکړ.

د لاریون برخوالو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو غوښتنه وکړه چې د غزې جګړه پای ته ورسوي څو د یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوې موافقې ته زمینه برابره شي.

په یوه ثبت شوې ویډیويي وینا کې یوه کس چې وايي تېره اوونۍ د اسراییل د پوځ له‌خوا له یرغمل خلاص شوی وویل، په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه لار پاتې ده چې هغه د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ موافقه ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.

د یرغمل شویو د کورنیو اتحادیې ویلي، پرونی لاریون د اکټوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، تر ټولو پراخ و.