له ایران او پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې د افغانستان لوېدیځ ته رسېدلي دي.

له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون او وړمه ورځ له ایرانه ۴۸۸۱ افغانان د نیمروز له لارې په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

ویل شوي له دې جملې ۵۷۹ یې چې اړ کسان بلل شوي وو، د مرستو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.

دغه وزارت وړاندې ویلي چې نن شنبه هم د تورخم له لارې ۷۷۵ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

له پاکستان څخه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، روسره ایران له هغه هېواده د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم ملیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.