د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم اجازه ورکړي

په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړي.

دغه بنسټ پرون ناوخته په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د بندیز د زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه بندیز له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

تېره پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د طالبانو د لګول شوي بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره د ناسمو شرایطو یادونه کړې، خو نه یې دي ویلي چې دغه ښوونځي به دقیقاً کله بیا پرانیستل شي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي چې د نجونو پر تعلیم د زرو ورځو بندیز د درې ملیارده درسي ساعتونو له ضایع کېدو سره برابر دی.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې دي.