ملګري ملتونه: په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې سېلاب ځپلې مېرمنې او ماشومان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

دغې ادارې نن په خپله ایکس­پاڼه کې د بغلان په شیخ جلال کلي کې د یوه سېلاب ځپلي شاه میر په باب معلومات خپاره کړي چې د تېرې میاشتې په سېلابونو کې یې خپل کور او هرڅه له لاسه ورکړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له خپلو همکارو ادارو سره یوځای د سېلاب ځپلو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

دغې ادارې پرون جمعه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې د سېلابونو په نتیجه کې ۳۴۷ کسان مړه او ۱۰زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.