د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د کردانو د کارګرانو ګوند یا پيکېکې (PKK) لږ تر لږه ۱۷ افراطي وسلهوال ختم کړي دي.
دغه وزارت نن شنبه په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، د دوی ځواکونو د پيکېکې ګوند ۱۰ افراطي وسلهوال د عراق په شمال او نورو ساحو کې وژلي، د وزارت په وینا ۷ نور افراطي وسلهوال د سوریې د شمال په دوو ساحو کې وژل شوي دي.
ترکیه له میاشتو راهیسې په عراق او سوریه کې پر هغو کسانو چې دوی یې د کردانو د کارګرانو ممنوعه ګوند غړي بولي، دا ډول حملې کوي.