بریتانیا: افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو پر بندېدو د اعتراضونو په ترڅ کې د بریتانیا سفارت ویلي چې افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پر خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د ښځو زده‌کړې حیاتي دي.

وړاندې په دې پيغام کې راغلي چې بریتانیا د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو زر ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.