امیري: د ۱۰۰۰ ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو ته په اشارې وايي چې د ځوانانو د زرو ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه.

اغلې امیري بېګا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر همداراز لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې داسې افراطي سیاستونه په‌کې تعقیبېږي او له همدې امله په انزوا کې دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او له هغې راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې ووتې.

طلبان وايي، د نجونو زده‌کړو پیلولو لپاره ترتیب برابروي، خو نیوکه دا ده چې دوی په پلمې جوړوي او نه غواړي څو نجونې زده‌کړې وکړي.