د افغانستان په اتو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا جمعه د افغانستان په اتو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، نورستان، کونړ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل او میدان وردګ کې به د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

په اطلاعیه کې ویل شوي چې په لوېدیځو ولایتونو کې به تېز بادونه، خاورې او دوړې وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو وي.

تېره میاشت د افغانستان ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې خلکو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم واړول.