چارواکي: دمګړی په ایران کې ۸زره بهرنیان بندیان دي

د ایران د اوین زندان

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمېټې رییس عسکر جلالیان وایي، په اوس وخت کې اته زره بهرنیان په ایران کې بندیان دی.

جلالیان نه‌دي ویلي چې په دوی کې څومره یې افغانان دي.

د ایران د اسلامي جمهوريت ایرنا خبري آژانس پرون چهارشنبې د جلالیان له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي، د ایران عدلیې وزارت هڅه کوي چې بهرني بندیان د هغوی اصلي هېوادونو ته د بندیانو د سپارلو د موافقو له مخې وسپاري.

د ایران حکومت له دې مخکې په څو مرحلو کې افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.