د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي۷ نن پنجشنې په ایټالیا کې درې ورځنۍ سرمشریزه د امریکا د هغه وړاندیز په اړه په توافق سره پیلوي چې چې د روسیې له کنګل شوې شتمنۍ څخه پنځوس میلیارد ډالره اوکراین ته د پور ورکولو لپاره د تضمین په توګه بندوي.
د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې ډیپلوماتانو تایید کړې چې د نړې د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو مخکې له دې چې ایټالیا ته ورسېږي او د دې هېواد په جنوب کې دغه سرمشریزه پیل کړي، پر دې موضوع توافق کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي او تمه ده چې نوموړی به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره یوه جلا دوه اړخیزه امنیتي موافقه هم لاسلیک کړي.