د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا "یواینایچسيآر" وایي، تېره میاشت په نړۍ کې دومره ډېر کسان د جګړې، شخړو، تاوتریخوالي او ځورونې له امله له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي چې مخکې یې ساری نهدی لیدل شوی.
"یواینایچسيآر" په هغه راپور کې، چې نن پنجشنبې یې خپور کړی ویلي چې په تېره مې میاشت کې په نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې دا د مخکېني کال پرتله نژدې لس سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې ادارې په وینا، دا د ټولې نړۍ د نفوس شاوخوا یونیم سلنه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په خبره، له څه باندې دوه درېیمه برخه بې ځایه شوي کسان په کور دننه بې ځایه شوي کډوال دي.
د هغو کسانو له ډلې چې له خپلو هېوادونو تښتېدلي، دوه پر درېیمه یې تر اوسه په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.
د دې ادارې په خبره، دوی چې معمولاً تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، هیلهمن دي چې ژر به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
په دې راپور کې همدارنګه په نړیواله کچه د بې ځایه شویو افغانانو شمېر نږدې ۱۰،۹میلیونه ښودل شوی او ویل شوي چې نږدې ټول په خپل هېواد کې دننه یا په ګاونډیو هېوادونو کې اوسي.