د کرکټ نړیوال شورا په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسیخېل یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ګټلی دی.
د "آیسيسي" په خبر کې راغلي چې نبي په روان شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلینډ پر وړاندې په توپ اچونه کې دوه لوبغاړي وسوځول چې له امله یې هغه د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ته رسېدلی دی.
خبر وايي، نوموړی له درېیم مقام څخه اول مقام ته رسېدلی چې د اسټرالیا له مارکس ستاینس یې دا مقام نیولی دی.
دغه راز د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په ډلبندۍ کې بیا راشدخان درېیم او فضل حق فاروقي شپږم مقام ته رسېدلي دي.
که څه هم تر دې دمه د شل اوریزو لوبو د لس غوره توپوهونکو په ډله کې هېڅ افغان لوبغاړی نهشته، خو رحمن الله ګربز په ورستیو دوه سیالیو کې د غوره لوبو له امله ۸ مثبتې نمبرې اخیستي او ۱۲م مقام ته راغلی، که هغه په پاتې سیالیو کې هم ښه وځلېږي، نو په لسو غوره توپوهونکو کې به یې نوم راشي.
د ویلو ده چې دا د روان شل اوریز نړیوال جام تر پایه پورې به د لوبغاړو په دې مقامونو کې ډېر بدلونونه راشي.