اوچا: دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو بوخت دي

ارشیف: په افغانستان کې یو ماشوم د خښتو بټۍ کې د کار پر مهال

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي.

اوچا دغه څرګندونې نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

دغه سازمان ویلي، د کارګرو ماشومانو اوسنیو شمېرو د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه دوی اندېښمن کړي دي.

اوچا ټینګار کړی چې هر ماشوم د زده‌کړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند حق لري.

بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" تازه ویلي، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.