کربي: پر اوکراین د یرغل له کبله به د روسیې پر ضد نوي اقدامات اعلان شي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

امریکا وايي، د اوو لویو صنعتي هېوادونو په راروانه سرمشریزه کې به پر اوکراین د یرغل له کبله د روسیې پر ضد نوي اقدامات اعلان شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون سه شنبې خبریالانو ته وویل، په دې اقداماتو کې له کییف سره د مرستې لپاره د روسیې له کنګل شویو شتمنیو کار اخیستل هم شامل دي.

کربي زیاته کړه چې واشنګټن به د جي اوه په غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په ایټالیا کې جوړېږي پر روسیې نوي بندیزونه او همداراز د دې هېواد پر صادراتو کنټرول اعلان کړي.

لوېدیځ هغه لارې چارې لټوي چې د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه ترلاسه شوي عواید له اوکراین سره د مالي مرستې په توګه وکاروي.

کربي زیاته کړه چې لوېدیځ هېوادونه به د روسیې د جنګي ماشین د لګښتونو د لوړولو هڅو ته دوام ورکړي.