ملګري ملتونه په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو له ډېرېدو اندېښنه لري

ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا "ایف‌اې‌او" وايي، د لوی اختر په رارسېدو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو او د قربانۍ لپاره د څارویو له لېږد او ذبحې څخه اندېښنه لري.

پرون سه شنبه جون ۱۱مه، دې څانګې په خپل ایکسپاڼه ویلي چې د کانګو تبې پېښې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.

په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۶ تنه مړه شوي دي.

طالب چارواکو اندېښنه ښودلې چې سږ کال دوو لومړیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله کانګو تبې ناروغي ۳۸ فیصده زیاته شوې ده.

په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د کانګو تبې له ۱۲۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې وې چې شاوخوا سل تنه یې مړه کړي وو.