د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی هنټر بایډن پرون د جون ۱۱مه په دلاور کې د یوې محکمې لهخوا په درېیو تورونو کې ملامته بلل شوی دی.
د محکمې منصفه پلاوي هنټر بایډن د فدرال جواز لرونکي د وسلو یوه پلورونکي ته په دروغ ویلو، د مخدره په اړه ناسمې ادعا او په غیرقانوني ډول د ۱۱ ورځو لپاره د ټوپک د ساتلو په تور ګناهکار بللی دی.
که هغه مجرم وپېژندل شي، تر ۲۵ کاله په بند محکومېږي.
قاضي مرلین نوریکا د سزا اورولو نېټه نه ده ټاکلې.