بلېنکن: اسرایيل د اوربند لپاره د امريکا د وړاندې شوي پلان ملاتړ کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، د اسرایيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره د امريکا له‌خوا د وړاندې شوي پلان ملاتړ کوي.

پرون سه شنبه د جون ۱۱مه، بلېنکن په تل‌ابیب کې خبریالانو ته وویل چې تېره شپه یې له صدراعظم نتنیاهو سره ولیدل او هغه د اوربند وړاندیز ته خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

په دې خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وپوښتل شول چې ایا د اسراییلو صدراعظم له سخت دریځې ډلې حماس سره د اوربند له پلان سره موافقه کړې هغه د هو ځواب ورکړ.

حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د مې میاشتې په پای کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره درې پړاویز پلان وړاندې کړ.

د غزې په تړانګه کې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د اسراییلو پر ځینو برخو بریدونه وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

له هغه وروسته د اسراییلو پوځ د غزې په تړانګه کې جګړه پیل کړه چې تر اوسه دوام لري او څه باندې ۳۷زره فلسطینیان په‌کې وژل شوي.