د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان وتوانېد له دوو پرلهپسې ماتو وروسته تېره شپه خپله لومړۍ بریا ثبت کړي.
د کاناډا ټیم په شلو اورونو کې یواځې ۱۰۷ منډې جوړې کړای شوې. په ځواب کې پاکستان په اتلسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ورسېد.
پاکستان په نړیوال جام کې خپلې لومړۍ دوه لوبې په کوربه امریکا او هند بایللې وې او یوه پاتې لوبه یې له ایرلینډ سره ده.
په نړیوال جام کې به افغانستان چې خپلې دواړه د سر لوبې یې ګټلي درېیمه لوبه را روانه جمعه له پاپوا نیوګینې سره وکړي.
که افغانستان پاپوا ټیم هم وګټي نو د اتو غوره ټيمونو دور ته یې د ورتګ چانس ډېریږي ځکه د جدول په سر کې دی.