ایا اسراییل د جګړې منل شوي اصول په پام کې نیولي؟

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په غزه کې د برمته‌وو د ژغورنې لپاره د اسراییلي پوځ په عملیاتو کې د ملکي وګړو وژنه او ورسره په ګڼ مېشتو سیمو کې د برمته‌وو ساتنه ښايي له بشري جنایتونو سره انډول عمل وي.

اسراییلو ویلي چې د هوايي ځواکونو په مټ دا پوځي عملیات د شنبې په ورځ د غزې د تړانګې په مرکزي سیمه نُصَیرات کې ترسره شول.

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې په دې عملیاتو کې له ۲۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند جیرمي لارنس نن وویل، په هغه طریقه چې په دې ګڼ مېشته کې بمباري شوې، دا جدي پوښتنې رامنځته کوي چې آیا اسراییلو د پوځي او ملکي وګړو ترمنځ توپیر، د ځواک تناسب او وار له مخکې خبرداری چې د جګړې منل شوي اصول دي په پام کې نیولي وو؟

لارنس زیاته کړه چې فلسطیني وسله‌والو په ګڼ میشتو سیمو کې د برمته‌وو، د ساتنې په خاطر د فلسطیني ملکي وګړو او برمته‌وو ژوند په خطر کې اچولی.

لارنس وویل چې ښايي د دواړو لورو اقدام له بشري جنایتونو سره انډول وي.