د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن سه شنبه د جون په ۱۱مه نېټه د پاکستان او کاناډا ترمنځ سیالي ترسره کېږي.
یاده سیالي چې د کابل پر وخت به ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شي د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره کېږي چېرته چې پاکستان تر یوې سختې سیالۍ وروسته هندوستان ته ماتې ومنله او کاناډا بیا په همدې لوبغالي کې ایرلنډ ته ماتې ورکړې وه.
د دې سیالۍ ګټل په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره له دې امله اړین دي چې په ټورنمنټ کې به پاتې شي او د بایللو په صورت کې به یې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو هیلې بیخي ختمې شي.
پاکستان اوس په خپل ګروپ کې په څلورم او کاناډا بیا په درېیم مقام کې قرار لري.