نړیوال بانک د پاکستان د داسو بند لپاره یو میلیارد ډالره پور تصویب کړی

په واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر

نړیوال بانک نن سې شنبې اعلان وکړ چې په پاکستان کې د برښنا د تولید د تر ټولو لوی بند داسو لپاره یې یو میلیارد ډالره پور تصویب کړی دی.

دې بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغه پور څخه به له دغه بند څخه چې د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې د چین په مرسته رغول کېږي، د تولید شوې برښنا د شبکې د پراخولو او سیمه‌ییزو ټولنو ته یې د ښه لاسرسي د چارو لپاره کار واخیستل شي.

د پاکستان لپاره د نړیوال بانک رییس ناجي بینحسین وویل، پاکستان د انرژۍ په برخه کې د ارزانه، باوري او پایداره انرژۍ په برخو کې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی او د داسو د برښنا د تولید پروژه کولای شي چې په دې هېواد کې د انرژۍ په سکتور کې بدلون راوړي.

د داسو د برښنا د تولید بند، چې افغانستان پولې ته نژدې په خیبرپښتونخوا ایالت کې جوړېږي، په بشپړېدو سره به یې د برښنا د تولید ظرفیت له ۴زره ۳۲۰ میګاواټو نه تر۵زره ۴۰۰ میګاواټو پورې ورسېږي.

د دې بند او د چین پاکستان د اقتصادي کوریډور یا دهلیز په تړاو نورو پروژو کې په زرګونو چینایي کارکوونکو کار کړی دی.

یو شمېر چینیایي کارکوونکي په وروستیو کلونو کې د سخت دریځو وسله‌والو له‌خوا په بریدونو کې په نښه شوي دي.