د ایران د سني دیني عالم "ماموستا محمد خضر نژاد" د اعدام حکم حبس ته تعدیل شو

د ایران سني دیني عالم ماموستا محمد خضر نژاد

د ایران د قضا خبري آژانس پرون د دې هېواد د سني دیني عالم ماموستا محمد خضر نژاد د اعدام حکم حبس ته راکم کړ.

خضر نژاد په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د پېغلې مهساامیني له وژل کېدو وروسته د پراخو اعتراضونو په تړاو نیول شوی و.

انقلابي محکمې نوموړی په فساد فی‌الارض، د هېواد د ملي امنیت پر ضد په اقدام او د نظام پر ضد په تبلیغ تورن کړی و او پر اعدام سربېره یې په ۱۶ کاله بند محکوم کړ.

د ایران د قضا خبري آژانس میزان پرون د غبرګولي په ۲۱مه خبر ورکړ چې دې کرد سني عالم پر خپل عمل له پښېمانۍ ښودلو او د ښه چلند له ژمنې وروسته د خپل حکم د تخفیف غوښتنه کړې وه او همداراز سني عالمانو یې د عفوې سپارښتنه کوله نو ځکه وبخښل شو او د اعدام حکم یې حبس ته تعدیل شو.

میزان بهرنۍ رسنۍ تورنې کړي چې غوښتل یې د خضر نژاد د حکم قضیې ته قومي رنګ ورکړي.