قفقاز کې یوه روسۍ الوتکه نسکوره شوې؛ سپرلۍ یې ټولې وژل شوي

ارشیف: یوه روسۍ الوتکه

د روسیې یوه سو- ۳۴ ډوله جنګي الوتکه په قفقاز کې نسکوره شوې او سپرلۍ یې ټولې وژل شوې دي.

دفاع وزارت ویلي چې دا الوتکه تېره شپه د عادي تمریني الوتنو پر مهال او په غالب ګومان د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.

ریانووستي خبري آژانس د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې د هوا، فضايي ځواکونو دا الوتکه د روسیې د شمالي اوسیتیا جمهوریت په غرنۍ سیمه الانیا کې غورځېدلې ده.