نن جرمني د اوکراین د بیارغونې د کنفرانس کوربه دی

په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله یوې ودانۍ ته اوښتي زیانونه.

په سویس کې د اوکراین د سولې د کنفرانس په درشل کې نن جرمني د اوکراین د بیارغونې د کنفرانس کوربه دی.

په پلازمېنه برلین کې د دې غونډې د جوړېدو هدف د ډيپلوماسۍ د اوونۍ له پیلېدو مخکې له اوکراین سره چې د روسیې د یرغل له کبله سخت زیانمن شوی دی، د نړیوالو د خواخوږۍ څرګندول دي.

د برلین غونډه د هغې کلنۍ غونډې دوام دی چې مخکېنۍ هغه یې یو کال مخکې په لندن کې جوړه شوې وه.

له دې غونډې وروسته به د اوکراین د لویو متحدانو، د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا جي اوه غونډه په ایټالیا کې او د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به په سویس کې د اوکراین د سولې کنفرانس جوړ شي.