د اسراییل پوځ په غزه کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ

اسراییلي سرتېري په غزه کې د عملیاتو پر مهال

د اسراییل پوځ وايي، ۴ سرتېري یې د غزې په تړانګه کې وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ نن په یو بیان کې د جزییاتو له ورکولو پرته یوازې دومره وویل چې دا سرتېري د غزې په جنوب کې د پرونیو جګړو په ترڅ کې وژل شوي، خو د اسراییل کان خبري شبکې راپور ورکړی چې دا سرتېري د رفح په جنوب کې په یوه ودانۍ کې په چاودنه کې وژل شوي.

له دې تلفاتو سره په غزه کې د اسراییلو د ځمکنیو پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر ۲۹۸ ته ورسېد.

د دې تازه جګړو راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند د پلان په اړه لومړنی پرېکړه‌لیک پرون تصویب کړ.

د دې پرېکړه‌لیک طرح له اسراییلو او حماس څخه چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، غواړي چې له ځنډ او شرط پرته یې اصول عملي کړي.