هالدینونګ: جرمني کې د اسلامپاله ترهګرو له خوا د بریدونو ګواښ د پام وړ لوړ دی

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس هالدینونګ

د جرمني د کورنیو استخباراتو مشر وایي، دغه هېواد کې سږ کال د نورو کلونو پرتله د اسلامپاله ترهګرو له خوا د بریدونو ګواښ د پام وړ لوړ دی.

توماس هالدینونګ د جرمني له "ډي پې اې" خبري اژانس سره په مرکه کې دا خبره کړې او دغه اژانس نن سه شنبه خپره کړې ده.

د جرمني دغه مشر ویلي، د دغو ګواښونو پر زیاتېدو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او د داعش خراسان څانګې د پیاوړتیا اغېزې هم دي، خو نور جزيیات یې نه دي ورکړي.

په غزه کې جګړه او په دغې جګړه کې د اسراییل له حکومته د جرمني ملاتړ بله موضوع ده چې د جرمني د کورنیو استخباراتو مشر د خپل هېواد په وړاندې د اسلامپاله ډلو د ګواښونو د ډېرېدو د لامل په توګه یاده کړې ده.

تېره اوونۍ د جرمني په منهایم ښار کې یوه افغان څو اسلام ضد مظاهره کوونکي او یو پولیس په چړې ووهل چې پولیس څو ورځې وروسته سا ورکړه.

دغه برید کوونکی افغان هم په ټپي حالت کې بستر دی، خو تراوسه یې د برید انګېزه نه ده معلومه.