امنیت شورا په غزه کې د اوربند پلان په اړه خپل لومړنی پرېکړه لیک تصویب کړ

د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند د پلان په اړه خپل لومړنی پرېکړه لیک تصویب کړ.

حماس چې په غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره جګړه کوي، د اروپایي ټولنې او متحده ایالتونو له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړه لیک طرحه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندیز شوې او په خبره یې اسراییل له وړاندې دا طرحه منلې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، اوس له حماس ډلې غوښتل شوي چې د اوربند دغه درې پړاوویز پلان ومني.

په پرېکړه لیک کې، چې له روسیې پرته د امنیت شورا ۱۴ نورو غړو مثبتې رایې ورکړې، له اسراییلو او حماس څخه غوښتنه شوې چې له ځنډ او شرط پرته یې اصول عملي کړي.