د قحطي د مخنیوي هڅې؛ اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د افغانستان په نیمروز کې اړمنې مېرمنې

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ د خطر د مخنیوي په هدف د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.

د جرمني "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس ویلي چې دغه اندازه بشري مرسته پرون دوشنبه په بروکسل کې د اروپایي کميسیون له لوري مشخصه شوه.

خبر کې راغلي چې دغه اندازه پیسې به مرستندویه سازمانونو ته ورکول کېږي چې هغوی یې د بېوزله افغانانو په خوراکي توکو، سرپنا، روغتیایي خدمتونو او پاکو اوبو ته په لاسرسي مصرف کړي.

اژانس وړاندې ویلي، اروپایي ټولنه به پر دې سربېره ۱۱ میلیونه یورو پاکستان ته ورکوي چې هغوی یې هلته پر افغان کډوالو او د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي ولګوي.

اروپایي کمېسیون له ۱۹۹۴ کال راهیسې افغانستان سره ټولټال یو اعشاریه اته میلیارده یوورو مرسته کړې او له دې ډلې یوازې ۱۶۰ میلیونه یورو تېر کال افغانستان ته ورکول شوي دي.

د نړیوالو له دې مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت نازک ښودل کېږي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.