کرکټ نړیوال جام؛ د جنوبي افریقا لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

د جنوبي افریقا لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ په نړیوال جام کې تېره شپه د جنوبي افریقا لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه.

دا لوبه په نیویارک کې وشوه.

جنوبي افریقا په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۱۳ منډې جوړې کړې، خو بنګله‌دېش هدف ته په رسېدو کې پاتې راغی او یواځې ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

په دې ترتیب لوبه د څلورو منډو په توپیر جنوبي افریقا وګټله.

نن سه شنبه ماښام مهال پاکستان او کاناډا سره مخ کېږي.

پاکستان خپلې دوه لوبې بایللي او د مخته تګ لپاره یې چانسونه خورا کم بلل شوي دي.

افغانستان را روانه جمعه د جون ۱۴مه له پاپوا نیوګینې سره مخ دی.