په روسیه کې د پوهنې د وزیرانو نړیواله غونډه دوام لري

د روسیې د کازان یوه څنډه

په روسیه کې د پوهنې د وزیرانو دویمه نړیواله غونډه پيل شوې چې نن هم دوام کوي.

روسي اژانسونو د دغه هېواد د ولسمشر ولادمیرپوتین په حواله هیله مندي ښودلې چې دا نړیوال فورم به د بېلابېلو نظرونو د تبادلې او همدارنګه د پوهنې د ملي سیستمونو د پرمختیا لپاره رغنده تګلارې وړاندې کړي.

د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیران حبیب‌الله اغا او ندامحمد ندیم هم دې غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته تللي دي.

د دې غونډې په درشل کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو په کازان ښار کې له یوه ډله افغان محصلینو سره په لیدنه کې ادعا کړې چې د دوی حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو لپاره ځانګړې پاملرنه کوي او ژر به د افغان محصلینو یو لړ شته ستونزې هوارې کړي.

د طالبانو دغو چارواکو داسې وخت د پوهنې په نړیواله غونډه کې برخه اخیستې چې افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کېږي له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له ښوونځیو او لوړو زده کړو محرومې دي.