هولوبڅوف: کییف ته ورکړل شوې ځینې الوتکې له اوکراینه بهر ساتل کېږي

ایف شپاړس الوتکې

د اوکراین د هوايي ځواکونو یو چارواکی وايي چې دې هېواد ته د لوېدیځ له‌خوا ورکړل شوې یو شمېر ایف شپاړس الوتکې به له دې هېواده بهر وساتل شي.

د هوايي ځواکونو د هوايي چلند مشر برید جنرال سیرهي هولوبڅوف د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته وویل چې دا جنګي الوتکې به له اوکراینه بهر په خوندي هوايي ډګرونو کې وساتل شي څو د روسیې له‌خوا په نښه نه شي.

هولوبڅوف زیاته کړه چې له دې الوتکو څخه به د زړو الوتکو پرځای د زېرمې په توګه هم کار واخیستل شي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین او نورو روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې د اوکراین پر جنګي تجهیزاتو ښايي په بهر کې هم برید وکړي، خو دا کار له ناټو سره د تقابل خطر رامنځته کولای شي.