ایراني چارواکو د مدني فعالیتونو په خاطر د تبریز دوه پېژندل شوې څېرې زندان ته لېږلي

د عکس ښي لور ته میلاد جلیلي او چپ لور ته مدني فعال سالار طاهرافشار

ایراني چارواکو د مدني فعالیتونو په خاطر د تبریز دوه پېژندل شوې څېرې زندان ته لېږلي او د یوه بل مشهور لوبغاړي او د خپرونو د کوربه لپاره یې دوسیه پرانیستې ده.

رپ بول سندرغاړی میلاد جلیلي او مدني فعال سالار طاهرافشار د تبریز ښار زندان ته لېږل شوي څو د حبس حکمونه پرې تطبیق شي.

دواړه مخکې په ضمانت خوشې شوي وو، خو وروسته چارواکو راوغوښتل او زندان ته یې ولېږل.

د راپورونو له مخې جلیلي چې په اېلشان مشهور و، د آذربایجان د سیاسي بندیانو د ملاتړ لپاره د یوې خپرونې د وړاندې کولو په خاطر په اته میاشتې حبس او افشاري په همدې خپرونه کې د یوه رول د لوبولو له کبله په شپږ میاشتې حبس محکوم شوي دي.

په عین حال کې د تهران قضا د خپرونو پېژندل شوی کوربه حسین پاکدل پر ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلېماني او پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي ته چې یو د امریکا په برید کې او بل د هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول، په سپکاوي تورن کړی دی.