ایګلنډ: افغانان اوس په ډېر بد حالت کې دي او نړیواله ټولنه باید ورسره مرستې وکړي

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان‌ ایګلنډ

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان‌ ایګلنډ وایي، افغانان اوس په یوه ډېر بد حالت کې دي او نړیواله ټولنه باید ورسره مرستې وکړي.

ایګلنډ نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د ناټو له غړیو هېوادونو غوښتي چې اوس یې وخت دی چې د هغو ۴۰ میلیونه افغانانو په خاطر، چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د دغو ځواکونو له وتلو وروسته یوازې پرېښودل شوي، مرستې له سره پیل کړي، له چارواکو سره ښکېل شي اودوامداره حل لارې ولټوي.

هغه د ناټو پر غړیو د انتقاد په بڼه ویلي چې ښځې او نجونې ستاسو د مبهم چلند لوړه بیه پرې کوي.

ایګلند زیاته کړې چې افغانان چې نړیوالې ټولنې تر شا پرېښي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ویجاړونکي ټکانونه زغمي.

نوموړي اقتصادي سقوط، زلزلې، د اقلیمي بدلون ناوړه پایلي او د اوسنیو چارواکو له‌خوا له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې یې څو بیلګې یادې کړې دي.

د ایګلنډ په خبره د بشرپالنې ډلې یوازې نه‌شي کولای، هغه تشه ډکه کړي چې د پراختیایي مرستو د ناببره بندېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه ویلي چې د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو د کړۍ د ماتولو لپاره باید له سختې بېوزلۍ سره د مقابلې لپاره اقدامات وشي.

د ایګلنډ په وینا، له چارواکو ورهاخوا د افغانستان وګړي د ثابت، شفاف او اوږدمهاله ملاتړ مستحق دي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر همدارنګه یادونه کړې چې افغانان د خپل هېواد له پولو بهر بېځایه شوي او حل‌لارې یې هم باید له سیاستونو سره غوټه نه وي.