امهیرد: د اوکراین د سولې په سرمشریزه کې به ۹۰ هېوادونه او نړیوالې موسسې ګډون وکړي

د سویس ولسمشره ویولا امهیرد

د سویس ولسمشره ویولا امهیرد وايي چې د راروانې اوونۍ په پیل کې د اوکراین د سولې په سرمشریزه کې به ۹۰ هېوادونه او نړیوالې موسسې ګډون وکړي.

مېرمن امهیرد نن د سویس په برن ښار کې د خبرو پر مهال وویل، د دې غونډې ګډونوال به، چې نیمايي یې د دولتونو او حکومتونو مشران دي، هڅه وکړي په اوکراین کې د څه باندې دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو لارې چارې ومومي.

د اوکراین د سولې سرمشریزه داسې مهال جوړېدونکې ده چې په اوکراین کې جګړو زور اخیستی دی.

مسکو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

اوکراین ویلي چې د مسکو حضور به یوازې دا غونډه اخلال کړي او د پرمختګ پر وړاندې به یې خنډونه رامنځته کړي.