بدخشان او تخار کې ترافیکي پېښې؛ ۷ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان دي

ارشیف

په بدخشان او تخار ولایتونو کې چارواکي په وروستیو ترافیکي پېښو کې شاوخوا شلو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبرورکوي.

په تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې نن سهار وختي په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ کسان مړه او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د بدخشان د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله خبر ورکوي چې ویلې یې دي، د دې ولایت په یفتل ولسوالۍ کې تېره شپه ۴ کسان مړه او اوه تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم د دې تازه پېښو اصلي علت نه دی معلوم، خو د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.