د طالبانو حکومت: د کانګو ناروغۍ په مثبتو پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه مېرمن تر درملنې لاندې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روان کال له پیل راهیسې په وروستیو دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان نن دوشنبې رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د روان کال په وروستیو دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ په مثبتو پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړې چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي اوله امله یې تراوسه شپږ ناروغان مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره، د کانګو مثبتې پېښې معمولاً د هوا په تودېدو سره زیاتېږي او خلک دې په تېره د اختر په ورځو کې چې د قربانۍ لپاره له حیواناتو سره زیات په تماس کې کېږي، له احتیاطه کار واخلي او د روغتیا پالانو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا د وزارت د ویاند په خبره تېر۲۰۲۳م کال په ټول افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۱۲۴۴ مثبتي پېښې ثبت شوې وې چې په نتیجه کې یې شاوخوا سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

کانګو يوه ويروسي ناروغي ده چې له څارويو څخه انسانانو ته د وينې له لارې لېږدول کېږي.