د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کویټ سره سیالي لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶م میلادي کال د دویمې مقدماتي سیالۍ او د اسیا د ملتونو د ۲۰۲۷م کال جام ته د لار موندنې په هدف سبا شپه له کویټ سره مخامخ شي.

دغه لوبه د سه شنبې په ماخوستن د کابل په وخت په لس بجو او ۴۵ دقیقو پيلېږي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه د جوزا په ۱۷مه له قطر سره وه چې د سعودي عربستان د شهزاده عبدالله په لوبغالي کې له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.

افغانستان له دې پایلې سره په الف ګروپ کې پنځه امتیازه وګټل او د درجه بندۍ د جدول په درېیم پوړ کې راغی.