د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې هندوستان د پاکستان په ماتولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لا نور نېږدې شو.
د یکشنبې په ورځ د جون میاشتې په ۹مه نېټه هندوستان او پاکستان د امریکا په نیویارک ښار کې سیالي وکړه چې د ۶ منډو په توپیر هندوستان وګټله.
د لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه، هندۍ لوبډلې په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۲۰ منډو هدف یې وټاکه.
یادې لوبډلې ته رېشپ پانټ تر نورو ډېرې ۴۲ منډې وکړې.
پاکستان ته حارث روف او نسیم شاه درې درې او محمدعامر دوه لوبغاړي وسوځول.
پاکستانۍ لوبډلې ټول شل اورونه ولوبول، خو د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۱۳ منډې وکړې.
محمدرضوان یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۱ منډې یې کړې وې.
په دې لوبه کې د هند لپاره جسپریت بومرا ځلېدونکی توپ اچونکی و چې درې لوبغاړي یې وسوځول، هغه د لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.
دا په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې ۷م ځل و چې هندوستان له پاکستان سیالۍ ګټي او پاکستان بیا یوازې یوه سیالي ګټلې ده.
د یادې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې د هند نومرې ۴ او پاکستان لا کومه نومره نه لري، که هند او امریکا خپلې راتلونکې سیالۍ وګټي، نو پاکستان به د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو هیلې له لاسه ورکړي.
بل لورته د نن ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا سکاټلنډ د عمان لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې ده.
په دې لوبه کې عمان د ۱۵۱ منډو هدف ټاکلی و چې سکاټلنډ د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۴م اور کې هدف پوره کړ.
یادې لوبډلې ته برنډن مکملن ۶۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
د ویلو ده چې د دوشنبې ورځې په یوازېنۍ سیالۍ کې به بنګلهدېش د سویلي افریقا پر وړاندې سیالي ترسره کړي.