طالبان: په یوه ورځ کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲زره افغان کډوال راستانه شوي

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو انځور

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

دغه وزارت پرون جون ۹مه په ایکسپاڼه کې لیکلي چې ۳۲۴ افغانان له پاکستان او ۱۷۷۳ نور له ایرانه ایستل شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې په ایستل شویو افغانانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ په اوسط ډول سلګونه کسان له دغه هېواده ایستل کېږي.

د پاکستان او ایران چارواکي وايي چې بې اسناده افغانان بېرته افغانستان ته لېږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون زیات افغان کډوال ایستل شوي دي.