مشکوکو اورپکو په جمو او کشمیر کې ۹ کسان وژلي

ارشیف

مشکوکو اورپکو د جمو او کشمیر په ایالت کې پر یوه بس په برید کې ۹ تنه وژلي دي.

هندي چارواکو پرون د جون په ۹مه وویل چې دغه بس چې هندو زیارت کوونکي په کې سپاره وو د وسله‌وال برید په پایله کې یوې ژورې کندې ته ولوېد.

د چارواکو په وینا، بس هغه زیارت کوونکي لېږدول چې غوښتل یې د ماتا وشنو دیوي مندر ته ولاړ شي.

بېلتون غوښتونکي وسله‌وال له ۱۹۸۹ کال راهیسې د کشمیر د خپلواکۍ لپاره جنګېږي او یوه ډله بیا غواړي چې دغه سیمه له پاکستان سره یوځای کړي.

نوې ډهلي ادعا کوي چې د پاکستان له‌خوا د کشمیري یاغیانو ملاتړ کېږي، خو اسلام‌اباد تل دا تورونه رد کړي دي.