د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره قالیباف او پنځه نور د کاندیدانو په توګه تایید شول

قالیباف، چې د پوځ پخوانی قومندان دی، اغېزمن کاندید ګڼل کېږي.

د ایران د نګهبان ځواکمنې شورا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د دغه هېواد د پارلمان د محافظه کاره رييس محمد باقر قالیباف او پنځو نورو کسانو نومونه د کاندیدانو په توګه تایید کړل، خو د محمود احمدي نژاد، علي لاریجاني او اسحاق جهانګیري په ګډون یې د ۸ کسانو نوماندي رد کړه.

دې شورا نن یکشنبه د ۲۰ تایید شویو نوماندانو نوملړ اعلان کړ.

د ۶۲ کلن قالیباف ترڅنګ د سعید جلیلي، امیرحسین قازي زاده هاشمي، مصطفی پور محمدي، علیرضا زکاني او مسعود پزشکیان نوماندي تایید شوې ده.

قالیباف، چې د پوځ پخوانی قومندان دی، اغېزمن کاندید ګڼل کېږي.

په ایران کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته د تر خپلې نېټې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.

رییسي او د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین امیرعبداللهیان د ثور په دېرشمه له یو شمېر نورو چارواکو سره د یوې څرخکې د لوېدو په پیښه کې ووژل شول.