د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ته نژدې نن په یوه بمي چاودنه کې د یوه پوځي صاحب منصب په ګډون ۶ سرتېري وژل شوي دي.
د سیمې یوې امنیتي سرچینې، د نوم د نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سړک د غاړې په دې بمي چاودنه کې، چې نن تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې وشوه، لږترلږه یو پوځي ټپي شوی هم دی.
تراوسه پورې د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.