د طالبانو حکومت پرون په کاپیسا کې دوه کسان د نامشروع اړیکو د لرلو په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون په یو بیان کې وویل چې د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس دا کسان پرون شنبې هریو په عام محضر کې په اتلسو درو ووهل شول.
په تېره یوه اوونۍ کې دا څووم ځل دی چې طالبان په عام محضر کې د بېلابېلو تورونو له کبله خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکوي.
د تېرې سه شنبې په ورځ ۴۸ تنه نارینه او ۱۵ مېرمنې د سرپل په ورزشي لوبغالي کې د غلا، لواطت او د دوی په وینا د نورو غیراخلافي حرایمو په خاطر په درو ووهل شول.
همداراز له غور او پنجشېر ولایتونو څخه هم د ورته سزاګانو خبرونه رارسېدلي.
ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو نورو سازمانونو په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول غیرانساني او بوږنوونکی عمل بللی او ویلي یې دي چې دا کار له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.