د طالبانو رسنیو روسیې ته د دوی د پوهنې د سرپرست وزیر مولوي حبیبالله اغا او د لوړو زدهکړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د سفر خبر ورکړی دی.
ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن لیکلي چې دواړه سرپرست وزیران مولوي حبیبالله اغا او ندا محمد ندیم د پوهنې وزیرانو په دویم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته تللي او دا غونډه څلور ورځې دوام کوي.
په خبر کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر ښوونیز وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو خبرې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا هم نجونو تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د نجونو پرمخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.