د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې وسله‌والو لږ تر لږه ۶۰ کسان وژلي

ارشیف

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې په اسلامي دولت ډلې پورې د تړلو وسله‌والو په وروستیو حملو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو نن شنبه وویل، دغه حملې په بیني کې شوي چې په شمالي کیوو ایالت کې پرته سیمه ده.

په بیني کې د یوې مدني ټولنې مشر کمبالي ګریو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دغو وسله‌والو ۲۹ کسان د سې شنبې په ورځ په مامووي کې ووژل او ۲۸ نور کسان یې پرون جمعه په ماساو کې اعدام کړل.

په کینشاسا کې د سره صلیب یوې سرچینې ویلي، تر اوسه د نږدې ۶۰ کسانو مړي ترلاسه شوي او د نورو کسانو مړي په هغه ساحه کې پاتې دي چې لا هم په کې ناکراري ده.

د اسلامي دولت ډلې د مرکزي افریقا ولایت څانګې د دغو څه باندې ۶۰ عیسویانو د وژنې مسوولیت منلی دی.