بدخشان کې د غونډۍ ښویېدو پېښه؛ یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویېدو په پېښه کې د یوې ښځې د مړینې او پنځو نورو کسانو د ژوبلېدو راپور ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی چې دغه پېښه د یمګان ولسوالۍ په جوخان دره کې شوې ده.

د افغانستان ځینو رسنیو په بدخشان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د رئیس محمد کامګار په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغه کسان د غونډۍ په لمن کې په کار بوخت وو چې دا پېښه وشوه.

باختر اژانس په عین حال کې د جوزجان-بلخ پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د ترافیکي اصولو نه رعایت، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.