اوکرایني ځواکونه: د روسیې د ۱۳ بې پیلوټه الوتکو له جملې مو ۹ نسکورې کړي

پر مرکزي سیمه پولتاوا، جنوب ختیځه سیمه زاپوریژیا او دنیپروپیټروفسک او پر خارکییف سیمه په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې الوتکې نسکورې کړای شوي دي.

د اوکراین هوايي ځواکونو نن شنبه ویلي چې د دوی هوايي مدافع او د سیارو بې پیلوټه الوتکو ښکاري ډلو د اوکراین پر څلورو سیمو د روسیې د ۱۳ بې پیلوټه الوتکو له جملې ۹ یې نسکورې کړې دي.

د دغو ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، پر مرکزي سیمه پولتاوا، جنوب ختیځه سیمه زاپوریژیا او دنیپروپیټروفسک او پر خارکییف سیمه په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې الوتکې نسکورې کړای شوي دي.

د اعلامیې له مخې د روسیې له کورسک سیمې یو توغول شوی (X-59) ډوله روسی میزاییل هم ویشتل شوی دی.

د دنیپروپیټروفسک د سیمې والي سرهی لیساک ویلي، د تېرې شپې د بې پیلوټه الوتکو حملې تجارتي او د استوګنې ودانۍ دغه راز د برښنا تاسیسات زیانمن کړي دي.

د اوکراین په نورو سیمو کې د نورو زیانونو جزییات نه دي په ډاګه شوي.